مظفر آباد26جولائي (اے پي پي) د آزاد جمو و كشمير چيف اليکشن کمشنر (ر) جسټس عبدالرشيد سلهريا وئيلي دي د آزاد كشمير د قانون سازې اسمبلۍ په 45 كښې د 44 چوكو نتيجې راغلي٬ ټرن آٶټ 62 فيصد ٶ، په ټاكنو كښې پاكستان تحريك انصاف 25٬ پاكستان پيپلز پارټۍ 11،مسلم ليګ (ن) 6 ،مسلم کانفرنس او جمو و کشمير پيپلزپارټۍ يوه يوه چوكۍ ترلاسه كړې ، په اېل اے 16 باغ 4 به د 29 جولائي نه وړاندې د پولنګ كولو هڅې كوٶ، سوله ثبات په ځائ ساتلو او په سپېځلې الېكشن كښې د پاك پوځ٬ د سول آرمډ فورسز٬ انتظاميې او عدليه بشپړ كردار لوبولے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ مظفر آباد كښې د الېكشن كمېشن ممبر فرحت علي مير او د اطلاعات ډي جي راجه اظهر اقبال سره په ګډه خبري كنفرنس ته وكړه ۔ عبدالرشيد سلهريا ووئيل د آزادجمو و کشمير په يوه حلقه اېل اے 16 به په څلوروپولنګ سټيشنز پولنګ بيا كېږي هڅه به كوٶ چې د 29 جولائي نه وړاندې پولنګ وكړې شي۔ده ووئيل د الېكشن په تابيا كښې د ميډيا په خاص توګه د اطلاعات د څانګې مرسته مثالي وه۔چيف اليکشن کمشنر ووئيل د ټګۍ يو تحريري شكايت هم نه دے تر لاسه شوے ۔ ده ووئيل د يوې حلقې نتيجې نه دې ايسارې كړې شوې٬ د پولنګ په ختمېدو اړوند پريذائيډنګ آفيسرز نتيجې اعلان كړي۔ دغسې چيف اليکشن کمشنر تېره ورځ د الېكشن ډيوټۍ په مهال د پاك پوځ د ګاډې ژورې كندې ته په لوېدو كښېد څلورو شهيدانو شوو ځوانانو لوړو درجو او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا وكړه او غمژنو كورنيو سره ئې د غمرازۍ څرګندونه وكړه