ډېره غازی خان۔19جولائی(اے پی پی) ډېره غازي خان ته نزدې د مسافرو بس او ټرېلر ترمينځه د ټكر په نتيجه كښې 27 كسان مړه او 45 نه زيات سخت ژوبل شوي۔ د ریسکیو 1122 ډسټرکټ اېمرجنسی آفیسر ډاكټر نيئر عالم ووئيل دا پېښه سهار 5 بجې د ډېره غازي جھوك يارشاه سيمه كښې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې د سيالكوټ نه راجن پور ته تلونكے تند رفتاره بس يو ټرېلر سره ټكر شو چې په نتيجه كښې ئې 27 مسافر په ځاے مړه او 45 نور سخت ژوبل شول كوم چې ټيچنګ روغتون ډي جي خان ته منتقل كړې شوي۔ د يو شمېر ژوبل شوو كسانو حالت اندېښمن ښودلے شوے۔ په حق رسېدلي او ژوبل شوي كسان اختر لمانځلو له خپلو كورونو ته روان وو۔ تر دې دمه د حق رسېدليو كسانو د پیژندګلو عمل روان دے