بره دير كښې ټرافيكي پېښه ٬ دوه سېلګري مړه٬ درې بې دركه

پېښور19جولائي (اے پي پي) د بره دير په پاتراك سيمه كښې تېره ورځ د سېلګرو ګاډې پېښې سره مخ شوے چې په نتيجه كښې ئې دوه سېلګري مړه او درې بې دركه شوي۔ د رېسكيو ذريعو له مخې په شرېنګل سيمه كښې دوه مړي ريسكيو شوي او درې سېلګري بې دركه دي د كومو لټون چې روان دے۔ د رېسكيو ذريعو له مخې د زياتو باراني اوبو په سبب د لټون اپرېشن كښې ستونزې رامخې ته دي۔ د يادونې وړ ده سېلګري د پاتراك سيمې څخه كمراټ ته سېل لپاره روان وو