جكارتا 15جولائي (اے پي پي) انډونيزيا كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 54 زره517 نوي كيسونه رپورټ شوي ٬ دې نه پس ټول هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو مجموعي شميره 2670046 څخه زياته شوې۔ د چين ميډيا له مخي د انډونيزيا د روغتيا وزارت وئيلي د كورونا وائرس له امله نور 991 كسان مړه شوي او دې نه پس د مړو مجموعي شميره 69 زره 210 ته رسيدلي دغسې د ښه شوو كسانو مجموعي شميره 2157363 ته رسيدلي۔چارواكو ووئيل د كورونا وائرس د هېواد په 34 صوبو كښې خپور شوے۔ د تيرو 24 ساعتو په مهال جكارته كښې 12 زره 667 ، لويديز جاوا 10 زره 444 ، ختيز جاوا كښې 7088 ، سنټرل جاوا كښې 5110 او بانتين كښې 3 زره 889 نوي كيسونه رپورټ شوي۔