په سرګودها كښې 4 زره كسانو له كسان كارډز وركړے شول

سرګودها 14 جولائي (اے پي پي) كروندګرو ښه او زيات پېداوار لپاره د زراعت محكمې پوهانو څخه لارښوونه ترلاسه كولې شي٬كرونده كرو له د كسان كارډز د لارې نيغ په نيغه سبسډي وركړې كېږي٬سرګودها ضلع كښې تراوسه څلور زره كسانو له كسان كارډز وركړے شوي۔دغسې د روانې مياشت تر آخر به 11500 كرونده ګرو له كسان كارډز وركړے شي۔د كسان كارډ خبرتيا لپاره د ضلعي 7 تحصيلونو لپاره 24 ډلې جوړې شوي كومې به چې كلي په كلي كرونده ګرو ته لارښوونه كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه د زراعت محكمې ډپټي ډائرېكټر محمد جعفر عمران وكړه۔ده ووئيل د كروندګرو رجسټرېشن لپاره د پنجاب د زراعت محكمه٬د پنجاب لينډ رېكارډ اتهارټي٬د پنجاب انفارمېشن ټېكنالوجي بورډ٬د نادرا كوټلي نظام ترمخه كار كوي