ټوکيو13جولائي (اے پي پي) د جاپان خارجه وزير موتيګي توشي متسو 15 هېوادونو ته په مجموعي توګه د كرونا واكسين يو كروړ لس لكه خوراكونو وركولو اعلان كړے ۔ د جاپان د خپرونو ادارې له مخې د آسټرازينيکا جوړ كړي د جاپان دا واكسين به د كووېكس مركز د لارې وركولې كېږي۔۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل د تيارۍ بشپړېدو سره به د ذكر شوې واكسين خوراك کمبوډيا، ختيز تېمور، لاؤس، مالديپ، بنګله ديش، نيپال، سري لنکا، فجي، پاپوانيوګني، ساموا، سولومن جزائر، ټونګا ، ايران او نورو هېوادونو ته لېږلې شي