فلپائن ټرافېكي پېښه كښې 6 كسه مړه او 3 ژوبل شول

منيلا 13 جولائي (اے پي پي) فلپائن كښې په ټرافېكي پېښه كښې 6 كسه مړه او 3 ژوبل شوي۔د چين خبري اژانس ادارې له مخې د فلپائن په كوئزون ولايت كښې د مسافرو ګاډې د بل پلو نه راروان ټرك سره ټكر شو چې په نتيجه كښې يې شپږ كسه مړه او درې ژوبل شوي۔پوليس ووئيل دا پېښه د منيلا نه نزدې 278 كلوميټره سوئېلي ختيز تاګكاوايان ښار په هائي وے رامخې ته شوې۔په ګاډي كښې 9 مسافر ناست وو۔پوليس په رپورټ كښې وئېلي دي درې كسه په ټكي مړه شوي چې پكښې د وين ډرائيوار هم شامل وو او درېو كسانو په روغتون كښې ساه وركړې٬درې كسان سخت ژوبل شوي۔پوليس د پېښې پلټنې پیل كړي دي