پيښور ، جولائي13 (اے پي پی) د مردان کاټلنګ کټي ګړهۍ سيمه كښې د ډزو په پیښه کښې دوه کسان مړه او شپږ نور ژوبل شوي.د ریسکیو 1122 له مخې ظفر اقبال د ګل شیر زوي او د سرتاج ګل لور په ډزو كښې مړه شوي۔ ژوبل شوو كښې فېصل د سرتاج ګل زوے ٬ د سرتاج ګل لور ٬ ګل شېر ٬ فېصل د ګل شېر زوے ٬ د ګل شېر كورودانې او د ظفر اقبال كورودانې شامل ده۔ ژوبل شوي كسان طبي مرستې له د رېسكيو 1122 اهلكارو نزدې روغتون ته منتقل كړي۔