په خېبرپښتونخوا كښې د كورونا رنځورانو ته د علاج غوره طبي آسانې وركولې شي

پېښور 12 جولائي (اے پي پي) په خېبرپښتونخوا كښې د كورونا رنځورانو ته د علاج معالجې غوره طبي آسانې وركولې شي۔د طبي ذريعو له مخې د پېښور په ليډي ريډنګ هسپتال كښې د كورونا رنځورانو لپاره 517 بيډز بېل كړې شوي۔په خېبرټيچنګ هسپتال كښې د كورونا رنځورانو لپاره 106 بيډز دي چرته چې په 130 بيډز د كورونا رنځوران تر معالجې لاندې دي۔25 وينټي ليټرز د كورونا رنځورانو لپاره بېل كړې شوي۔په اېچ ډي يو كښې 13 رنځوران تر معالجې لاندې دي چرته چې يو رنځور د كورونا په وجه په حق رسېدلے