د سعودي ولي عهد او د تيونس صدر ترمېنځه ټيليفوني خبرې

رياض 11 جولائي (اے پي پي) د تيونس صدر قېس سعيد د سعودي ولي عهد شاهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز سره ټيليفوني رابطه كړې. د سعودي سركاري خبري اژانس رپورټ له مخې د سعودي ولي عهد او د تيونس صدر ترمېنځه په خبرو كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د خاص اړيكو او په بېلا بېلو څانګو كښې د دې د قوي كولو د طريقو جاج اخستل شوے. دواړو مشرانو د شريكې خوښې په نورو چارو هم خبرې كړې دي.