د صوماليه په پايه تخت موغاديشو كښې په ځانمرګي موټري بمي چاودنه كښې 7 كسان مړه او 10 ژوبل شوي

موغاديشو 10 جولائي (اے پي پي) د صوماليه په پايه تخت موغاديشو كښې په ځانمرګي موټري بمي چاودنه كښې 7 كسان مړه او 10 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د صوماليه د پوليسو وياند صادق عدن مېډيا ته ووئيل چې په چاودنه كښې د موغاديشو د پوليس كمانډر فرحان قرولي ګاډې په نښه كړے شوے خو د پوليسو مشر په چاودنه كښې بچ شوے. ده ووئيل چې په چاودنه كښې 7 كسان مړه او 10 ژوبل شوي دي. پوليسو د پېښې پلټنې پېل كړې دي.