دوشنبه 10 جولائي (اے پي پي) په تاجكستان كښې د 5.9 شدت په زلزله كښې 5 كسان مړه او ګن شمېر ودانې تباه شوې دي. د فرانس خبري اژانس له مخې د تاجكستان چارواكو وئيلي دي چې د خالي په ورځ د ځائي وخت له مخې سهار په 7 بجې 14 دقيقې د زلزلې جړقونه محسوس شوي دي. د چارواكو له مخې په زلزله كښې 5 كسان مړه او ګڼ شمېر ودانې تباه شوې دي. په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 5.9 ريكارډ كړے شوے او مركز ئې د دوشنبه څخه 165 كلوميټره په سوئيلي لوېديځه سيمه كښې په زمكه كښې 10 كلوميټره ژور و.