جكارته 10 جولائي (اے پي پي) په انډونېزيا كښې د 6.2 شدت زلزله راغلې، د زلزلې سخت جړقونه په شمالي سلاوېسي ولايت كښې محسوس شوي دي. د انډونېزيا د موسمياتو او جيو فزكس محكمې له مخې زلزله د ځائي وخت له مخې د خالي په سهار 7 بجې 43 دقيقې راغلې. په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 6.2 ريكارډ كړے شوے. د زلزلې مركز په زمكه كښې 10 كلوميټره ژور و. په زلزله كښې د كوم ډول ځاني يا مالي زيان اطلاع نه ده راغلې.