سويډن كښې د كوچنۍ الوتكې پرېوتو پېښه ٬ 9 كسان مړه

سټاک هوم ۔9جولائی(اے پی پی) سويډن كښې په اوريبرو هوائي ډګر د یوې کوچنۍ الوتکې د رالوېدلو پېښې په نتيجه كښې 9 كسان مړه شوي دي۔ د چینایی ميډيا وېنا له مخې الوتکه د پلازمینې سټاک هوم نه 160 كلوميټره لرې د اوريبرو په هوائي ډګر د الوت نه څو لحظې وروستو پرېوتو سره تباه شوه چې په نتيجه كښې ئې 9 كسان مړه شوي۔ د پوليس ذريعو له مخې پېښه كښې يو تن ژوبل شوے هم دے كوم چې درملنو له نزدې روغتون ته منتقل كړے شوے دے