پېښور 06جولائي (اے پي پي)د مردان په طورو مېره سيمه كښې په ټرافيكي پېښه كښې يو زلمے مړ او بل ژوبل شوے۔ پوليس له مخې پېښه د تند رفتارۍ له امله رامخئ ته شوې چرته چې ټرېكټر ټرالي موټر سائيكل سره ټكر شوې چې په نتيجه كښې ئې يو كس مړ او بل ژوبل شوے۔ پوليس مړے او ژوبل شوے كس نزدې روغتون ته رسولې دي۔