وينتيانے 06 جولائي (اے پي پي) لاؤس كښې د جون مياشتې په مهال د سړك په پېښو كښې 37 كسان مړه او 429 ټپيان شوي۔ شنهوا نيوز د لاٶس پوليس په حواله ووئيل سږ كال جون كښې په ګرد هېواد كښې په مجموعي توګه 37 كسان مړه او 429 ژوبل شوي۔ راپور له مخې د جون په مياشت كښې ګرد هېواد كښې 326 ټرافيكي پېښې رېكارډ كړې شوي چې پكښې …
لاؤس ، د جون په مياشت كښې په ټرافيكي پېښو كښې 37 كسان مړه٬ 429 ټپيان شوي
وينتيانے 06 جولائي (اے پي پي) لاؤس كښې د جون مياشتې په مهال د سړك په پېښو كښې 37 كسان مړه او 429 ټپيان شوي۔ شنهوا نيوز د لاٶس پوليس په حواله ووئيل سږ كال جون كښې په ګرد هېواد كښې په مجموعي توګه 37 كسان مړه او 429 ژوبل شوي۔ راپور له مخې د جون په مياشت كښې ګرد هېواد كښې 326 ټرافيكي پېښې رېكارډ كړې شوي چې پكښې 563 ګاډي تباه شوي۔ پوليس له مخې زياتره پېښې په نشه كښې د ګاډي چلولو او د تند رفتارۍ له امله رامخې ته شوي۔











