کابل، جولائي 4 (اے پي پي) افغانستان كښې د امنيتي ځواكونو دوه كارروائيو په مهال 24 عسكريت خوښي مړه او 25 نور ژوبل شوي دي۔ د چين د خبري آژانس له مخې د افغانستان د دفاع وزارت خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې تېره ورځ د افغانستان نېشنل ډيفنس اېنډ سكېورټي فورسز د لغمان ولايت په عليشنګ اولسوالۍ كښې د عسكريت خوښو ځايونه په نخښه كړل چې په نتيجه كښې ئې 9 عسكريت خوښي مړه او 17 نور ژوبل شول۔ هغه ووئيل دغسې د افغانستان هوائي ځواك ننګرهار ولايت كښې د عسكريت خوښو يو پټ ځائې په نخښه كړو چې په نتيجه كښې ئې 15 عسكريت خوښي مړه او 8 ژوبل شول۔