كوئټه كښې د ټورسټ شټل ټرېن سروس پرانسته

اسلام آباد ، جولای ((اے پی پی) پاکستان رېلوے د سېلګرۍ ودې لپاره په کوئټه كښې د شټل ټرېن سروس پرانسته كړې۔ ټرېن سروس به د بوستان او كولپور رېلوے سټېشنونو ترمينځھ اونۍ كښې دوه ورځې چلولې شي۔ د ټورسټ شټل ټرېن سروس پرانسته په كوئټه رېلوے سټېشن د كوئټه ډويژن ډي اېس رېلوے اختر محمد خټك وكړه۔ د رېلوے وياند له مخې ټورسټ ټرېن د بلوچستان حكومت په خواست چلولے شي۔ ټرېن سروس به د بوستان او كولپور رېلوے سټېشنونو ترمينځھ اونۍ كښې دوه ورځې د خالي او اتوار په ورځ چلولې شي۔ ټرېن به سحر 9 بجې كوئټه نه بوستان ته روانېږي۔ دا به د كوئټې په لاره 11 بجې كولپور ته او بيا د كولپور نه 10 دقيقې دپاسه 2 بجې بېرته كوئټه ته ځي۔ د ټرېن كرايه د 20 نه تر 50 روپو ده۔ د يادونې وړ ده چې په دغه دوه ورځو كښې به د ټورسټ ټرېن چلولو له امله چمن پسېنجر چلولې نه شي۔