کراچۍ – جولائي 2 (اے پی پی) د سندھ ګورنر عمران اسماعیل د نوموړي عالم دين ډاكټر عبد الرزاق اسكندر په حق رسېدو باندې غمرازي ښكاره كولو له د جمعې په ورځ جامعه الاسلامېة بنوريه ټاؤن ته تللے ۔ د سندھ ګورنر د هغه زامنو ډاکټر سعید عبد الرزاق او مفتی یوسف عبدالرزاق سره سره د جامعهعلماء کرامو او استادانو سره هم ولیدل او د جامعه د مهتمم په مړينه ئې غمرازي ښكاره كړهِ۔ ګورنر د ارواښاد لوړو درجو له دعا هم وكړه۔ په دې موقعه مولانا سيد سلېمان بنوري ٬ مولانا امداد الله ٬ مولانا سيد احمد پرست بنوري ٬ قاري محم اقبال ٬ مفتي رفيق احمد ٬ مولانا سلیم الدین، مولانا رضااللہ او نور موجود وو۔ وروستو ميډيا سره خبرو كښې د سندھ ګورنر ووئيل ارواښاد د ژوند تر وروستۍ ګھړۍ د اسلام خپرولو او تبليغ سره تړون لرلو۔ دين لپاره د هغه خذمات به ټول عمري ياد ساتلے شي۔ عمران اسماعیل ووئيل ډاكټر عبد الرزاق اسكندر د وفاق المدارس صدر په حېث په ديني مدرسو كښې اصلاحات او د مسلكونو ترمينځه همغږۍ لپاره زيات مهم كردار ترسره كړے