پېښور ۔02 جولائی (اے پی پی) بره دير كښې د يو ګاډي ژورې كندې ته د پرېوتو په نتيجه كښې يوه مېرمن مړه او 4 نور كسان ژوبل شوي۔ د تفصيلات له مخې د بره دير وكدره بيوزو سيمه كښې يو ګاډې ژورې كندې ته پرېوتے۔ د پېښې په نتيجه كښې يوه مېرمن په ځاے مړه او 4 نور كسان ژوبل شوي۔ پوليس د پېښې ځاے ته رسېدو سره ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړي دي