وزيراعظم عمران خان په جرات د اولسي هيلو تر مخه د هېواد ګټې له پرېكړې كوي۔عثمان بزدار

لاهور 01 جولائي (اے پي پي) د پنجاب وزيراعليٰ سردارعثمان بزدار وئيلي دي وزيراعظم عمران خان په جرات سره د اولسي هيلو تر مخه د هېواد ګټې له پرېكړې كوي ٬ د وزيراعظم عمران خان په قيادت كښې د تحريك انصاف حکومت په وړومبي ځل غټان د احتساب په عدالت كښې اودرولي٬ په تېر وخت كښې به چې كومو خلقو ته چا لاس نه شو اچولے ھغوي نن د قانون په پنجو كښې راګېر دي۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د كرپشن خاتمه كړې٬ د لوټ مار سياست كوٶنكو لپاره د پاكستان زمكه تنګه شوې ٬ په كرپشن كښې ككړ ټولے د لوټ كړي دولت تحفظ غواړي۔ ده ووئيل د هېواد او قام مفادات ته زيان رسوٶنكي لارښود نه شوك مار دي۔ سردار عثمان بزدار ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې به پاكستان خپل اصل منزل ته رسي۔