پېښور28جون (اے پي پي) د خېبرپښتونخواګورنر شاه فرمان په مشرۍ كښې د ګل په ورځ د خېبر ميډيكل پوهنتون (كے اېم يو) پېښور او د چترال پوهنتون د مالي كال 22-2021 بجټ پحقله د سېنېټ جلا جلا غونډې پېښور ګورنر هاٶس كښې شوي۔ په غونډو كښې د دواړو پوهنتونونو د مالي كال 22-2021 بجټ ترجيحات او تكنيكي اړخونو جاج اخستو نه پس په باقاعده توګه منظورې وركړې شوې ۔ د يادونې وړ ده په صوبه كښې د پبلك سېكټر پوهنتونونو د مالي كال 22-2021 بجټ لپاره د سېنېټ غونډه په وړومبي ځل د خرڅونو نه وړاندې شوې ٬ په ماضي كښې به د خرڅونو كولو نه پس د سېنېټ غونډې څخه منظوري اخستلې كېدله۔ګورنر شاه فرمان د نوټس اخستو نه پس ګورنر سېكټرېټ څخه ټولو پوهنتونونو ته مراسله جاري كړې وه چې ھغوي د راتلونكي مالي كال بجټ ترجيحات او ضرورتونه په ګوته كړي او د جون د پائې نه وړاندې دې د سېنېټ په غونډه كښې وړاندې كړي كومې لپاره چې د جون په مياشت كښې د ټولو پوهنتونونو د سېنېټ غونډو له باقاعده شېډول جاري كړے شوے ٶ۔ د يادونې وړ ده ګورنر شاه فرمان په صوبه كښې د لوړو زده كړو ادارې مالي مسائلو ختمولو لپاره سنجيده او كوټلي اقدامات كوي