ملتان 25 جون (اے پي پي) ملتان سلطانز د پي اېس اېل په فائنل كښې د 200 نه د زياتو رنز جوړونكې ډلې په توګه رامخې ته شوې ۔ د جمعې په شپه د پي اېس اېل په فائنل لوبه كښې ملتان سلطانز خپل سيال “پشاورزلمي” ته د 207 رنز هدف وركړے ٶ٬ ملتان سلطانز ته دا اعزاز هم ترلاسه دے چې د پي اېس اېل په تاريخ كښې په وړومبي ځل فائنل ته رسېدلې او بريالې شوې٬ د دې نه وړاندې “پشاور زلمي” څلور ځل فائنل ته رسېدلي خو صرف يو ځل ئې كاميابي ترلاسه كړې