چارسده 24 جون(اے پی پی)د چارسده ضلعې به كچهرۍ حدود كښې د مخالفينو د ډزو په نتيجه كښې دوه كسه مړه او يو ژوبل شوے۔د نجي ټي وي چينل له مخې د پوليس چارواكي وئېلي دي د چارسده ضلعې په كچهرۍ كښې وسله وال كس د وكيل په چېمبر كښې په ناستو مخالفينو ناتارا ډزې كړي چې په نتيجه كښې يې دوه كسه مړه او يو ژوبل شوے۔د پوليس وېنا ده پېښه د پخوانۍ دښمنۍ له امله رامخې ته شوې۔د رېسكيو ډلې د مړو شوو كسانو مړي او ژوبل نزدې روغتون ته منتقل كړي۔پوليس د تورونو په ضد مقدمه درج كولو سره لټون پېل كړے