بلوچستان٬ د پيپلز پارټي صوبائي عمومي سېكرټري سيد اقبال شاه او د اطلاعات سېكرټري سردار سربلند خان جوګيزئي د سېنېټر عثمان خان كاكړ په مړينه غمرازي ښكاره كړه

كوئټه 21جون (اے پي پي) بلوچستان څخه د پيپلز پارټۍ صوبائي عمومي سېكرټري سيد اقبال شاه او د اطلاعات سېكرټري سردار سربلند خان جوګيزئي د پخواني سېنېټر عثمان خان كاكړ په مړينه غمرازي ښكاره كولو سره وئېلي دي سېنېټر عثمان خان كاكړ د بلوچستان مظلومو طبقو او د اولس موثره غږ و٬هغه زيرك٬مدبر ٬ حق پرست او نه يرېدونكے سياستمدار ؤ٬د بلوچستان بلوڅ او پښتون اولس د سېنېټر عثمان خان كاكړ په مرګ غم جن دي۔دوي دعا وكړه چې لوي څښتن دې حق رسېدلي له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔