پېښور ۔20جون(اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان د قطبي وزيرستان په اسپين وام سيمه كښې د ترهګرو په ضد كارروائۍ په مهال د امنيتي اهلكار
په شهادت غمرازي ښكاره كړې ده۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې هغه دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي۔ اعلی وزير ووئيل د ترهګرو په ضد جنګ كښې امنيتي اهلكارو ځانګړې قربانۍ وركړې دي او ټول قام د ترهګرو په ضد جنګ كښې امنيتي ځواكونو سره څنګ په څنګ ولاړ دي۔