کوئټه ۔14جون (اے پی پی) د ضلعي زکواة و عشر کونسل کوئټه چيئرمېن زېن العابدين خان خلجي د بلوچستان مارواړ سيمه كښې په امنيتي سرتېرو د بمي بريد سخته غندنه كولو سره وئيلي دي د ګران هېواد دفاع لپاره پاك پوځ ځانګړې قربانۍ وركړې دي۔ زمونږ د امنيتي پوځ ادارې دا ډول بزدلانه كارروائۍ كله هم يرولې نه شي۔ هغه دعا وكړه چې لوئے څښتن دے پېښه كښې شهيد شويو ته لوړې درجې او غمجنيو كورنيو ته د صبر او زغم توفيق وركړي