د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی د پېښور د تعليمي بورډ پخواني چيئرمېن برېګېډيئر(ر)محمد اسحاق په مړينه خواشيني ښودلې

پیښور 13جون (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د پېښور د تعليمي بورډ پخواني چيئرمېن برېګېډيئر(ر)محمد اسحاق په مړينه خواشيني ښودلې۔د اتوار په ورځ د غمرازۍ په بيان كښې وزيراعلٰی غم جنې كورنۍ سره غمرازي وكړه۔ده دعا وكړه چې لوې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي