اسلام آباد 12جون (اے پي پي)د وزيراعظم د پارليماني چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئېلي دي چې په نړيواله كچه رېكارډ ګرانۍ او كورونا سره هم په اولسي بجټ وړاندې كولو اقتصادي ډله د مباركۍ حقداره ده۔د خالي په ورځ د راتلونكي مالي كال 22-2021 په بجټ په خپل غبرګون كښې ده ووئيل چې د حكومت په هر اقدام تنقيد كول دې د اپوزېشن مجبوري وګڼلې شي٬زياتره خلك او هره طبقه د بجټ څخه مطمئن په نظر راځي۔ده ووئيل چې ناقيدين كومه وجه او دليل نه لري۔