وفاقي بجټ كښې قطبي بلوچستان لپاره د 601 اربه روپو تاريخي پېكج د وزيراعظم عمران خان د بلوچستان اولس سره د مينې څرګندونه ده۔ ډپټي سپيكر سردار بابر خان

کوئټه ۔11جون(اے پی پی)د بلوچستان ډپټي اسپيكر سردار بابر خان موسی خېل وئيلي دي وفاقي بجټ كښې قطبي بلوچستان لپاره د 601 اربه روپو تاريخي پېكج د وزيراعظم عمران خان د بلوچستان اولس سره د مينې څرګندونه ده۔ د وفاقي حكومت دې اولس دوسته ګامونو سره به د بلوچستان د محرومۍ احساس ختم شي او بلوچستان به په پرمختګ كښې د نورو صوبو سره برابر شي۔ د جمعې په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې د بلوچستان اسمبلۍ ډپټي سپيكر ووئيل وفاقی بجټ كښې د صوبو ګرانټ كښې 25 فيصده اضافه يو خوشبينه عمل دے۔ د اېن اېف سي ايوارډ نه ځانله به بلوچستان ته لس اربه روپۍ وركولې شي۔ ډپټي سپيكر سردار بابر خان موسی خېل د بجټ دستاوېزات په جوړولو وزيراعظم عمران خان ٬ د خزانې وزارت او ټولې وفاقي كابينې ته مباركي وركړې