اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي) د پاكستان بلائنډ كركټ لوبډله به په درې ملكي سېريز كښې ګډون كولو لپاره﴿نن﴾ د شورو په ورځ بنګله دېش ته ځي. د پاكستان بلائنډ كركټ كونسل ډائرېكټر انفارمېشن اېنډ كوآرډينېشن عمران شېخ له مخې په سكواډ كښې د شاملو ټولو 20 غړو د كورونا ټېسټ منفي راغلے. په دې درې ملكي سېريز كښې به د پاكستان، هند او كوربه بنګله دېش لوبډلې ګډون كوي. سېريز به د اپرېل د 2مې نېټې نه د اپرېل تر 8مه نېټه په ډهاكه كښې كېږي.