د خزانې وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې د اعلٰی پاې غونډه٬ هېواد كښې د سر شمېرې او د كورونو د شمېرې جاج واخستې شو

اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي)هېواد كښې د كورونو او سر شمېرې پیشرفت جاج اخستو له د اعلٰی پاې غونډه د خزانې وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د قانون وزير زاهد حامد٬د قانون لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال بېرسټر ظفرالله خان٬د شماريات لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال خواجه ظهير احمد٬د خزانې سېكتر او د شماريات ډويژن سېكتر هم ګډون وكړو۔په دې موقع د شماريات چيف …

اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي)هېواد كښې د كورونو او سر شمېرې پیشرفت جاج اخستو له د اعلٰی پاې غونډه د خزانې وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د قانون وزير زاهد حامد٬د قانون لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال بېرسټر ظفرالله خان٬د شماريات لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال خواجه ظهير احمد٬د خزانې سېكتر او د شماريات ډويژن سېكتر هم ګډون وكړو۔په دې موقع د شماريات چيف ووئيل د سړي سر شمېرې د وړومبني پړاؤ هلې ځلې اوو ورځو راهسې روانې دي۔ټول هېواد كښې په څلوېښت زره بلاكس كښې د شمارياتو كار د تعطل نه غېر روان دے۔ ده ووئېل د وړومبي پړاؤ ترمخه زيات كار بشپړ شوې او د شمارياتو ټولې هلې ځلې به د تګلارې له مخې بشپړولې شي۔د خزانې وزير سر شمېرې كار كښې د بوښتو پوځي ځوانانو او عملې پشمول د ټولو اهلكارو هلې ځلې وستائلې او تراوسه پېشرفت يې د اطمينان څرګندونه وكړه۔ده ووئيل په هېواد كښې 19 كاله پس د قامي ذمه وارۍ تر سره كولو كرېډېټ د پاكستان مسلم ليګ(ن)حكومت ته پغاړه دے ۔اسحاق ډار د شماريات لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال غوره كولو هركلي سره ووئيل هغه به د سر شمېرې عمل كښې د ګيلو لرې كولو له په انتظامي او سياسي كچه د ټولو همكارو ترمينځه رابطو زياتولو له كردار ترسره كړي۔د خزانې وزارت او شماريات ډويژن چارواكي هم په دې موقع موجود وو

مزید خبریں