د هند او سوئيلي افريقي د كركټ ښځينه لوبډلو ترمېنځه دريم او وروستې ټي ټونټي مېچ به ﴿نن﴾ كېږي

لكهنوو 22 مارچ (اے پي پي) د هند او سوئيلي افريقي د كركټ ښځينه لوبډلو ترمېنځه دريم او وروستې ټي ټونټي مېچ به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ په لكهنوو كښې كېږي. د دې سېريز وړومبي دواړوه مېچونه د سوئيلي افريقې لوبډلې ګټلي دي او دغسې په سېريز كښې ئې كاميابي ترلاسه كړې ده. د دې څخه وړاندې د سوئيلي افريقي د كركټ ښځينه لوبډلې په پنځو يو ورځنو مېچونو كښې هم د يو په مقابله كښې 4 مېچونه ګټلو سره د هند لوبډلې ته ماتې وركړې وه.