سيناﺀ صحرا كښې بمي چاودنه او نښتو كښې 10 مصري عسكر او 15 شرخوښي مړه شول

قاهره 24 مارچ (اے پي پي)د مصر په جنګ ځپلې سيناﺀ سيمه كښې د ترهه ګرو په ضد د كاروائۍ پھ مهال بمي چاودنو كښې د امنيتي ځواكونو 10 اهلكار مړه او نښتو كښې د داعش سره تعلق لرونكې 15 جنګيالي مړه شوي دي ۔د مصري عسكري وياند په يو بيان كښې وئېلي دي په نښتو كښې د مړو شويو شرخوښو تعلق انصاربيت المقدس سره دے۔د بيان له مخې عسكرو …

قاهره 24 مارچ (اے پي پي)د مصر په جنګ ځپلې سيناﺀ سيمه كښې د ترهه ګرو په ضد د كاروائۍ پھ مهال بمي چاودنو كښې د امنيتي ځواكونو 10 اهلكار مړه او نښتو كښې د داعش سره تعلق لرونكې 15 جنګيالي مړه شوي دي ۔د مصري عسكري وياند په يو بيان كښې وئېلي دي په نښتو كښې د مړو شويو شرخوښو تعلق انصاربيت المقدس سره دے۔د بيان له مخې عسكرو په سينا كښې د جهاديانو په يو خطري ځاې چهاپه وهلې او كاروائي ئې كړې او د دغې نه پس جنګيالو سره نښتې پېل شوې۔د عسكرو په بيان كښې دا نه دي وئېلې شوې چې دا نښتې كله پېل شوي خو داعش پھ يو بيان كښې وئېلي د سيناﺀ په العريېش ښار كښې د نښتو په مهال د عسكرو دوه ګاډي په چاودنو الوزولي شوي