چيف آف ايئرسټاف انټرنېشنل سكواش چېمپئن شپ د مئي 31 مې نېټې نه پېل كېږي

اسلام آباد۔19مارچ(اے پی پی) د پاکستان سکواش فېډریشن تر سېوري لاندې چیف آف ایئرسټاف انټرنېشنل سکواش چېمپئن شپ د مئي مياشتې 31 مې نېټې نه مصحف سکواش کمپلېکس، اسلام آباد كښې پېل كېږي۔ د پاكستان سکواش فېډرېشن سېکرټری جنرل ګروپ کېپټن طاهر سلطان سركاري خبر رسنې ادارې سره خبرو كښې ووئيل د چېمپئن شپ تیارې پېل شوي په كوم كښې چې د پاكستان په شمول د بېلو هېوادونو سړي او مېرمنې لوبغاړې ګډون كوي۔ په ټورنامنټ كښې د سړو ايونټ له 30 زره ډالره او د مېرمنو ايونټ له 12 زره انعام مقرر كړے شوے۔ دا ايونټ به تر 4 جون دوام لري۔ د ټورنامنټ کوارټر فائنل مقابلې به په 2 جون ٬ د سيمي فائنل مقابلې په 3 جون اوفائنل مقابلې په 4 جون كولې شي۔ فائنل كښې به كاميابي ترلاسه كوؤنكو لوبغاړو له انعامونه وركولې شي