احمد آباد 17مارچ (اے پي پي)د هند او انګلينډ كركټ ډلو ترمينځه څلورم ټي 20 انټرنېشنل مېچ به (نن) د زيارت په ورځ احمد آباد كښې كيږي، انګلينډ ته د 5 ميچونو سيريز كښې د 1-2 سره بريا ترلاسه ده ۔ د نهي په ورځ احمد آباد كښې د سيريز په دريم ميچ كښې انګلينډ هند له په 8 وكټو ماتي وركولو سره سيريز كښې كاميابي ترلاسه كړې۔ د سيريز پاتي دوه ميچونه به د كورونا وائرس زياتو شوو كيسونو په وجه د سيلګرو نه كېږي۔ د سيريز 5م او آخري ټي 20 ميچ به په 20 مارچ احمد آباد كښې كېږي