پاکستان ته د كال 1996 نه تر 2015ء په 133 قدرتي آفتونو كښې د 3823.17 مېلیونه ډالرو زيان رسېدلي

اسلام آباد 20 مارچ (اے پي پي) د موسمياتي بدلون له امله قدرتي وسائل زيان سره مخ دي او دغسې د سېلابونو او بارانونو پشمول د نورو قدرتي آفتونو له امله قامي بجټ د 3 نه 4 فيصده زيان پورته كوي۔د نړيوال بانك راپور له مخې يوازې د سېلابونو له امله مجموعي قامي پېداوار د (جي ډي پي) د 0.5 نه تر 0.8 فيصده دے۔ راپور له مخې د سېلاب …

اسلام آباد 20 مارچ (اے پي پي) د موسمياتي بدلون له امله قدرتي وسائل زيان سره مخ دي او دغسې د سېلابونو او بارانونو پشمول د نورو قدرتي آفتونو له امله قامي بجټ د 3 نه 4 فيصده زيان پورته كوي۔د نړيوال بانك راپور له مخې يوازې د سېلابونو له امله مجموعي قامي پېداوار د (جي ډي پي) د 0.5 نه تر 0.8 فيصده دے۔ راپور له مخې د سېلاب څخه په قامي معيشت د كال 1.2 نه تر 1.8 اربه فشار راځي ۔ د ګلوبل کلائمېټ رسك انډېکس 2017 له مخې د موسمي بدلون څخه په ځپلو هېوادونو كښې پاكستان په 7م لمبر دے۔ د راپور له مخې پاکستان د كال 1996 نه تر 2015ء 133 قدرتي آفتونو سره مخ شوې چې ورسره جي ډي پي ته 0.647 فیصده زيان رسېدلې او هېواد په مجموعي توګه 3823.17 مېلیونه ډالرو زيان زغملي دې۔