د هند او انګلستان كركټ لوبډلو ترمېنځه د څلورو مېچونو د سېريز دوهم ټېسټ مېچ به ﴿نن﴾ پېل كېږي

چنائي 12 فروري (اے پي پي) د هند او انګلستان كركټ لوبډلو ترمېنځه د څلورو مېچونو د سېريز دوهم ټېسټ مېچ به﴿نن﴾ د خالي په ورځ د فرورې په 13مه نېټه په اېم اے چدمبرم سټېډيم چنائي كښې پېل كېږي. د سېرېز وړومبنے مېچ د انګلستان لوبډلې ګټلے. د انګلستان لوبډله به د هند په ضد په دې دوره كښې د څلورو ټېسټ مېچونو نه علاوه 5 ټي ټونټي او درې يو ورځني مېچونه هم كوي. د هندۍ لوبډلې مشري به ويرات كوهلي او د انګلستان به جو روټ كوي.