نوے ډيلے 29 جنوري(اے پي پي) د برتانيې د تېل او ګاز ذخيره لټونكې كمپنۍ كېرن انرژي د 1.2 بېليونه ډالرو د جرمانې په نه وركولو هندي حكومت ته د اثاثو منجمد كولو دړكه وركړې ۔ د برتانيې ميډيا له مخې کېرن انرژي د هندي حكومت په ضد انټرنېشنل ټرېبيونل سره مراجعه كړې او ټرېبيونل تېر كال په دسمبر كښې متفقه پرېكړه اورولې وه چې د هند حكومت په كال 2014 كښې د هند او برتانيې د شريكې سرمايه كارۍ د لوظنامې خلاف ورزي كړې چې په سبب به ئې اوس هند د كېرن انرژي مفاد خرڅولو ته په زيان رسولولو، د حصص او د ضبط شوې ګټې په سمدستي توګه تلافۍ لپاره 1.2 بېليونه ډالره معاوضعه ادا كول وي٬ د دې پرېكړې نه پس مودي سركاري د زيان تلافۍ لپاره په پرېكړه د عملدرامد اشاره نه ده وركړې او په دې بابله كېرن انرژي د هند حكومت ته په لېږلې چيټۍ كښې د اثاثو منجمد كولو دړكه وركولو سره وئيلي دي د دوي شېئر هولډرز د دې مسئلې د زر حل كېدو هيله لري او كه داسې ونه شول نو د لوظنامې له مخې د خپل حق استعمالولو سره به ګرده نړۍ كښې د هند اثاثې منجمد كولو لپاره ضروري اقدامات كولې شي۔