لندن، برلن، ميډرډ۔29جنوري (اے پي پي) برتانيه كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره يو لكه درې زره څخه زياته شوې دغسې هېواد كښې تر اوسه 37 لكهه 43 زره كسان ځپلې شوي۔ د جمعې په ورځ ميډيا رپورټس له مخې برتانيه كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره پرله پسې زياتيږي۔چارواكو له مخې هېواد كښې تر اوسه د كورونا وبا له امله 103126 كسان مړه شوي۔بلخوا په سپين كښې د كورونا وائرس له امله 57 زره 800 څخه زيات كسان مړه شوي دغسې د ځپليو مجموعي شميره 27 لكهه 92 زره ته رسيدلې۔ د روغتيا وزارت چارواكو له مخې سپين كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره زياتيږي۔چارواكو ووئيل هېواد كښې دا مهال د كورونا وائرس له امله د ځپليو شميره 2792360 ده دغسې د فعاله كيسونو شميره 2584178 ده۔ چارواكو له مخې سپين كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 57806 كسان مړه شوي دي