ابوجا 29 جنوري (اے پي پي)د نائيجيريا سوئيلي ختيز رياست ايبوني كښې د يو بس چپه كيدو په نتيجه كښې درې كسان مړه او څلور ژوبل شوي۔ د چين ميډيا له مخې د رياست پوليس وياند ليوتھ اوډاه ميډيا ته ووئيل د تند رفتارۍ له امله د بس ټائير شلېدلے جې له امله ئې بس چپه شوے او په نتيجه كښې ئې درې كسان مړه او څلور ژوبل شوي۔اوډا ووئيل نائجيريا كښې په دې سرك زياتره ګاړي پېښو سره مخ كيږي۔ريسكيو ډلې مړه او ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولي او پوليس مقدمه درج كولو سره پلټنې پيل كړې دي