منيلا 27 جنوري (اے پي پي) فلپائن كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كرونا وائرس 2 زره 245 نوې كېسونه رامخې ته شوي چې ورسره په ګرد هېواد كښې د كرونا وائرس ځپليو شمېرې د 5 لکه 18 زره 407 ته رسېدلې ۔ د چين ميډيا له مخې د فلپائن د صحت څانګې وئيلې دي د كرونا په سبب 95 نور كسان مړه شوي چې ورسره په هېواد كښې د مړو كسانو مجموعي شمېره لس زره 481 ته رسېدلې ۔ چارواكو له مخې د مرګونې رنځ څخه 140 كسان صحت مند شوي چي ورسره مجموعي شمېره 4 لكه 75 زره 542 ته رسېدلې ۔ د فلپائن آبادي 110 مېليونه ده چې پكښې تر اوسه د 7.1 مېليونه نه د زيات كسانو د كرونا وائرس ټېسټونه شوي۔