د امريكې صدر د روس خپل همڅنګ سره ټيليفوني تماس، د رابطو په برقرار ساتلو اتفاق

واشنګټن 27 جنوري (اے پي پي) د امريكې او د روس صدرانو ترمينځه تيره ورځ په وړومبي ځل ټيليفوني رابطه شوې ۔ د امريكې ميډيا له مخې دواړو لارښودو جوهري وسلو كښې د توسيع په لوظنامه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ صدر پيوټن جوبائيډن له په چوكۍ سنبھالولو مباركي وركړه۔ دواړو لارښودو رابطې برقراره ساتلو ته اتفاق كړؤ۔دا خبره دې ياده وي د پخوانې صدر ټرمپ په دور كښې د امريكې او روس ترمينځه اړيكو كښې تاؤ ترېښوالے رامخې ته ؤ، په يوه موقع صدر پيوټن وئيلي وؤ د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې د تاريخ بدترين كچې ته رسيدلې