کابل 27 جنوري (اے پي پي) د افغانستان په اروزګان ولايت كښې د مائن چاٶدنو په نتيجه كښې د دوه پوليس اهلكارو پشمول درې كسان مړه او يو شمېر ژوبل شوي۔ د چين خبري اژانس له مخې د سوئيلي اوزګان والي محمد عمر شېرزاد ووئيل پېښه په تېرن كورټ ښار كښې د پوليس ګاډي سره رامخئ ته شوې چرته چې د پوليس ګاډې مائن سره ټكر شوے او د چاٶدنې په نتيجه كښې د دوو پوليس اهلكارو پشمول درې كسان مړه او يوولس ژوبل شوي ٬ مړي او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړې شوي ۔ د پېښه ذمه واري يوې ډلې هم نه ده قبوله كړې۔