اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) د سعودي بحريه ، امريكې او په سمندر كښې د مائنونو لټونكې د برتانيې په بيړيو مشتمل شريك بحري مشقونه د سعودي عرب ختيز ريجن كښې تيره ورځ هم روان وو ۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې نيول ډيفنډر-21 بحري مشقونه د زيارت ورځې راهسې روان دي۔دا بحري مشقونه د سعودي عرب ختيز ساحلي ښار الجبيل كنګ عبدالعزيز نيول بيس هيډكوارټر څخه پيل شوې وؤ۔په دې بحري مشقونو كښې ګڼې جنګې تګلارې شامل دي چې بكښې د دښمن په اهداف نيغ په نيغه ګوله باري ، بحري بورډنګ جوړول ، د سمندر ساتلو سره سره د بندر ځايونو دفاع شامله ده۔ نيول ډيفنډر-21 مشقونو كښې د بحريه فضائي سروس هم د مشقونو برخه دے كوم چې جنګي بحري بيړيو لپاره په مختلف فارميشنز كار كوي