واشنګټن 27 جنوري (اے پي پي) امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د مړو شوو كسانو شميره څلور لكهه 35 زره څخه زياته شوې دغسې ټول هېواد كښې د وائرس له امله د ځپليو كسانو شميره2 كروړه60 لكهه څخه زياته ده۔د شورو په ورځ د امريكې ميډيا له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس رنځورانو مجموعي شميره 26011222 ده دغسې فعاله ځپليو شميره 9808357 ده۔ امريكا كښې د وائرس له امله د مړو او فعاله كيسونو شميره پرله پسې زياتيږي، امريكا د كورونا وائرس وبا له امله تر ټولو زيات ځپلے شوے هېواد دے، هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه د مجموعي مړو شميره د نړۍ د كوم هم هېواد څخه زياته ده، دوه كروړه 60 لكهه څخه زياتو ځپليو سره امريكا دا مهال د وباﺀ تر ټولو لوي مركز دے۔ امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله تر اوسه 435452 كسان مړه شوي۔ امريكا كښې د كورونا وائرس ځپلې 15767413 څخه زيات كسان ښه شوي دي