ايران او روس د انفارمېشن سكيورټي لوظنامه لاس ليك كړه

تهران 27 جنوري (اے پي پي) ايران او روس د انفارمېشن سيكورټي لوظنامه لاس ليك كړې ، په دې موقع د دواړه هېوادونو خارجه وزيران هم موجود وؤ۔ د ايران او روس ترمينځه انفارمېشن سيكورټي په ميدان كښې د مرستې لوظنامه د سائبر سيكورټي په حقله مرسته مهمه ګڼلې كيږي۔د دې لوظنامې خصوصيت قامي سلامتيا او د انټرنېشنل انفارمېشن ضمانت لپاره سيمه ايز او نړيوالو حلقو كښې د ډلو ترمينځه مرسته او همغږي پيدا كول دي۔د دې لوظنامې ترمخه د ايران او روس د مرستې مخصوص څانګو كښې انفارمېشن سيكورټي قوي كول دي