د هند په جمهوريه ورځ د زرګونو په شمېر كروندګر د ټرېكټرو سره نوي ډيلي ته لاړل ٬ په تاريخي لال قلعه ئې بېرغ هسك كړو٬ پوليس سره په نښتو كښې يو كس ووژلے شو

نوے ډيلے 26 جنوري (اے پي پي) د هند په جمهوريه ورځ د زرګونو په شمېر كروندګر سره د ټرېكټرو پايه تخت نوي ډيلي ته رسېدلي ٬ مظاهرچيانو په تاريخي لال قلعه خپل بېرغ هسك كړے٬ پوليس سره په نښتو كښې يو كس مړ او يو شمېر ټپيان شوي٬ چارواكو په ښاريه كښې موبائل سروس معطل كړے۔ د نهې په ورځ د هند مېډيا او د برتانيې د خپرونو ادارې له مخې د زرګونو په شمېره د كروندګرو پايه تخت ته د داخلېدو لاره نيولو لپاره پوليس د اوښكو بهيونكے ګېس كارولے ، په دې موقع د ابتدائي اطلاعات له مخې په نښتو كښې يو كس مړ او د ښار صورتحال ډېر كړكېچن شوے ٬ كروندګرو د واكدارانو لخوا د پايه تخت په داخلي سړكونو اېښودې شوې كنټېنرز او نور خنډان د ټرېكټرو د لارې لرې كولو سره لاره پرانستې ٬ پوليس د كروندګرو لاره نيولو لپاره ځاے په ځاے ټېئر ګاز استعمالوي او لاټهي چارج كوي٬ د كروندګرو او پوليس ترمېنځه نښتې رامخې ته شوي۔ چارواكو د دې خبرې تصديق كړے چې كروندګر لاك قلعه ته رسېدلې او د سلګونو په شمېره مظاهرچيانو د قلعه ھغه ځاے ته رسېدلې چرته چې په روايتي توګه د آزادۍ ورځ په موقع قامي بېرغ هسك كولې شي۔ ديادونې وړ ده د مودي سركار د زرعي قوانين په ضد د هند د 72 جمهوريه ورځ په موقع پايه تخت نوې ډيلې كښې كروندګرو د ټرېكټرو لاريون ويستلے او دې لاريون ته د ټرېكټر پرېډ نامه وركړې شوه وه٬ پنجاب هریانه، اتر پردېش، راجستھان او د نورو يو شمير رياستونو كښې د زرګونو په شمېره كروندګر خپلې ټرېكټرې نوې ډيلي ته راوستې دي او اوس د بېلا بېل اړخونو د لارې پايه تخت ته داخلېږي٬ پايه تخت كښې دا مهال د زرګونو په شمېر ټرېكټرز راجمع شوي۔ د يادونې وړ ده هند كښې كروندګرو د حكومت لخوا د زرعي قوانين په ضد د تېرو دوو مياشتو راهسې پرلت وهلے او دا پرلت د ډيلي په خوا اوشا كښې په دريو مختلف ځايونو كښې روان دے چې پكښې د زرګونو په شمېر كروندګر او د دوي كورنۍ ګډون كوي٬ دوي دا مطالبه كوي چې دا متنازع قوانين دې بېرته واخستلے شي ځكه چې دوي اندېښنه لري چې دې سره به دوي ته د غلې خرڅولو په عوض مناسب بيعه ترلاسه نشي او په ځائي منډيانو به نجي سوداګر خېټه واچوي۔ د هند واكدارانو لخوا د زرعي قوانين په ضد د پايه تخت په خوا اوشا سيمو كښې د كروندګرو د احتجاج 62 ورځې ترسره كېږي او دوي د هند د جمهوريه په ورځ زبردست احتجاج كولو سره د جمهوريه ورځې دستورو كښې خلل اچولو لپاره د نوې ډلي په خوا اوشا سيمو كښې ټرېكټر پرېډ لپاره تيارۍ كړې وې٬ د پنجاب او هريانه څخه د 50 زرو نه زيات ټرېكټرز د ډيلي د تخت نه بهر په بېلا بېلو سترو لارو ولاړ دي٬ د كنډلي بارډر څخه تر انباله ښار د زرګونو په شمېره د ټرېكټرز قطارونه جوړ شوې وو او د دوي هم يوه غوښتنه ده چې نوې زرعي قوانين دې منسوخ كړے شي۔ د يادونې وړ ده د هند د كروندګرو نتيظمونو او د واكدارانو ترمېنځه تر اوسه يو ځل مذاكرات شوي كوم چې ناكامه شوي۔ كروندګرو وئيلي دي د زرعي قوانين تر بېرته اخستو به احتجاج روان وي