هند كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره پرله پسې كميږي، د مړو شميره يو لكه 53 زره6 سوه څخه زياته شوه

نوې ډيلې 26 جنوري (اے پي پي) هند كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره پرله پسې كميږي دغسې د وائرس له امله ټول هېواد كښې د مړو شميره يو لكه 53 زره6 سوه څخه زياته شوې۔ د نهې په ورځ د هند ميډيا له مخې نوو كيسونو كښې د كمي په نتيجه كښې د هېواد بيلو رياستونو او د مركز د سيورې لاندې سيمو كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره كميږي ۔ د كورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره هند د نړۍ دويم زيات ځپلے شوے هېواد دے ، ټول هېواد كښې دا مهال د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 10677710 ده دغسې د هند د روغتيا وزارت شميرې له مخې ټول هېواد كښې د كورونا وائرس فعاله كيسونو شميره 178101 ده ۔ چارواكو له مخې هند كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 153624كسان مړه شوي ۔ چارواكو ووئيل هند كښې د كورونا ځپليو شميره يو كروړ 6 لكهه 77 زره ته رسيدلې ۔ سركاري شميرې له مخې هند كښې په مجموعي توګه د كورونا وائرس له امله ځپلے شوي 10345985كسان ښه شوي دي