کابل۔26جنوری(اے پی پی)د افغانستان لوئيديز ولايت هرات كښې د مسافرو بس او ټرك ترمينځه د ټكر په نتيجه كښې 2 مسافر مړه او 27 نور ژوبل شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې يو ځائي عهدېدار ووئيل دا پېښه هغه وخت رامخې ته شوه كله چې يو مسافر بس د هرات ولايت نه قندهار ته روان ؤ چې د بل اړخ نه راروان ټرك سره ټكر شو۔ د پېښې په نتيجه كښې دوه مسافر په ځاے مړه او 27 نور ژوبل شول۔ د روغتيا څانګې وياند محمد رفيق شيرزئي ميډيا ته ووئيل ژوبل شوو كښې درې مېرمنې او يو ماشوم هم شامل دے۔ رېسكيو ډلو د حق رسېدليو مړي او ژوبل شوي نزدې روغتون ته منتقل كړې دي